په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نور الدين عزيزي د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير جليل عباس جيلاني سره د سوداګرۍ او ترهګرۍ په ګډون د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د نومبر پر ۱۴مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې نورالدين عزيزي او ورسره مل پلاوي په اسلام اباد کې کې د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير سره ليده کاته وکړل.
د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، جلیل عباس جیلاني سره وکتل.۱/۲ pic.twitter.com/gvQDwWNWeS
— Embassy of Afghanistan in Islamabad (@AfghanembassyI1) November 13, 2023
سفارت زياته کړې: "په ليدنه کې پر دوه اړخيزه اړیکو، په ځانګړي ډول د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو بند پاتې اموالو، هېواد ته د افغان کډوالو د اموالو د انتقال او د اړونده موضوعاتو په اړه بحث وشو."
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي چې جليل عباس جيلاني په ليدنه کې له افغانستان سره "د د دوه اړخيزه ګټورو اړيکو عزم" څرګند کړ.
وزارت پر خپله اېکس پاڼه د جيلاني له خولې زياته کړې چې "د سیمه يیز تجارت او اتصال لپاره بشپړ ظرفیت د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډ اقدام سره کارول کېدی شي."
FM @JalilJilani received Acting Commerce Minister of Afghanistan Nooruddin Azizi. He reaffirmed🇵🇰’s commitment to mutually beneficial ties with Afghanistan. FM said full potential for regional trade & connectivity can be harnessed with collective action against terrorism. pic.twitter.com/voqsEigJQI
— Spokesperson 🇵🇰 MoFA (@ForeignOfficePk) November 14, 2023
د نورالدين عزيزي په مشرۍ د افغان طالبانو پلاوي په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په زوره د ستنېدو لړۍ روانه ده او تر دې دمه لسګونه زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د افغان کډوالو د ايستلو تر پرېکړې وروسته د پاکستاني چاوراکو او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد د بيانونو لړۍ پيل شوې ده.