د کرکټ نړیوال کپ په سیمي فاینل کې نن هند او نیوزیلینډ لوبه کوي

د اکتوبر په ۲۲مه د کرکټ نړیوال کپ سیالیو په لومړي پړاو کې هند نیو زیلینډ ته ماتې ورکړې وه.

د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړیوال جام په لومړي سېمي فاينل يا نيمه پايلوبه کې نن د هند او نيو زيلينډ لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د نومبر پر ۱۵مه په ممبۍ کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پيلېږي. تر هغې وروسته به دويم سېمي فاينل د نومبر پر ۱۶مه په کلکته کې د جنوبي افريقا او اسټراليا ترمينځ کېږي.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۲مه د هند او نیو زیلینډ سیالي شوې وه چې په کې هند نیوزیلینډ ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړې وه.

د نړیوال کپ په درجه بندۍ کې هند تر ټولو پورته دی او خپلې ټولې سیالۍ یې ګټلي دي. نیو زیلینډ لوبډلې په نهو سیالیو کې پینڅه ګټلي دي او سیمي فاینل ته وتلې ده.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې ۱۰ لوبډلو ګډون پکې کړی وو. په لومړي پړاو کې هرې لوبډلې له نورو لوبډلو سره سیالي وکړه او په پای کې د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې ته ووتلې. د نړيوال جام پايلوبه به د نومبر پر ۱۹مه په احمد اباد کې د سر د دوو لوبډلو ترمينځ کېږي.