د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوې ده.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت نګران وزیر ډاکټر ګوهر اعجاز د نومبر پر ۱۴مه پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې ويلي چې دا درې اړخیزه ناسته د اقتصادي اړیکو او سیمه ییز اتصال د پياوړي کېدو لپاره یو مهم اقدام دی.
نوموړي زیاته کړې چې د درې واړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د سوداګرۍ، پانګې اچونې او اړیکو روښانه لرلید موجود دی. په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان له لوري د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزير نورالدین عزیزي، د ازبکستان د وزيراعظم مرستیال او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز ګډون کړی وو.
It is an honour to co-chair the Trilateral meeting between Pakistan, Uzbekistan and Afghanistan. This is a significant step towards strengthening of economic ties and regional connectivity. Bright prospects for #trade, #investment, and connectivity between lie ahead for mutual… pic.twitter.com/BuzD8V9nXh
— Dr Gohar Ejaz (@Gohar_Ejaz1) November 14, 2023
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې ويلي چې په دې ناسته کې د ټرانس افغان پروژې، درې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ او د سیمه ییز اتصال پر وړاندې پر پرتو ستونزو بحث وشو.
دا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۱۳مه نور الدين عزيزي د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير جليل عباس جيلاني سره هم د سوداګرۍ او امنيت په ګډون د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې وې.