غزې تړانګې ته د تېلو لومړی ټانکر داخل شوی

اسراییلو د حماس پر ضد جګړه کې غزه په مکمله توګه محاصره کړې ده. پخوانی انځور

د مصر دوو امنیتي سرچینو ویلي چې د نومبر پر ۱۵مه له مصر څخه غزه تړانګې ته د تېلو لومړۍ ټانکر داخل شوی دی.

دا له هغه وروسته ده چې اسراییلو د حماس پر ضد جګړه کې غزه په مکمله توګه محاصره کړې ده او هلته د تېلو د کمښت بحران پیدا شوی دی. امریکا او اروپايي ټولنې ټولنه حماس د ترهګري ډلې په توګه پېژني.

په عین حال کې ځینو شاهدانو ویلي چې له مصر څخه په رفح بندر غزې ته د اوښتلو لپاره دوه نور ټانکران هم انتظار کوي. درفح له لارې غزې ته په محدوده کچه بشري مرستې هم وړل کېږي خو اسراییلو غزې ته د تېلو وړلو د اجازې ورکولو څخه انکار کړی دی.

ماس ډلې د اکتوبر پر اوومه په اسراييل کې دننه بریدونه کړي ول چې په غبرګون کې يې اسراييل په غزې تړانګه کې عمليات پیل کړي دي.