د کرکټ نړیوال کپ نيمه پایلوبه کې هند نیو زیلینډ ته ۳۹۸ منډو هدف وټاکه

ویرات کوهلي پر ۱۱۳ بالونو ۱۱۷ منډې جوړې کړې ـ پخوانی انځور.

د کرکټ نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) کې هند نیو زیلینډ ته د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۳۹۸ منډو هدف وټاکه.

د نومبر پر ۱۵مه د ممبۍ په وانکیډي لوبغاړي د هغې سیالۍ پچه یا ټاس هند وګټلو او توپوهنه یې پيل کړه. د هند لپاره روحیت شرما او شبمن ګیل توپوهنه وکړه. شرما پر ۲۹ بالونو ۴۷ منډې وکړې او د تیم ساوتې په بال کیچ اوټ شو.

د هند دوه لوبغاړو ویرات کوهلي او شريیاس ایر سلیزې(سنچرۍ) جوړې کړې. کوهلي پر ۱۱۳ بالونو ۱۱۷ منډې جوړې کړې او لیر پر ۷۰ بالونو ۱۰۵ رنزونه وکړل.

په نورو لوبغاړو کې شبمن ګیل ۸۰ منډې وکړې او تر اخیره و نه سوځید. د نیو زیلنډ په توپ اچونکو کې تیم ساوتې درې لوبغاړي وسوځول.

د وانکيډي په لوبغالي کې تر دې دمه یوازې اسټرالیا هغه لوبډله وه چې په دویمې توپوهنې کې یې سیالي وګټله، نورو ټولو هغو لوبډلو سیالي ګټلې چې لومړۍ توپوهنه یې کړې وي. هندوستان د وانکيډي لوبغالي کې یوه سیالي کړې وه چې سري لينکا ته یې په ۳۰۵ منډو ماتې ورکړې وه.

دویمه نیمه پایلوبه به د نومبر په ۱۶مه نېټه د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمينځ کېږي.