جو بایډن او شي جېنپېنګ له یو بل سره لیدلي دي

امریکايي ولسمشر جو بایډن په سان فرانسېسکو کې له خپل چینايي سیال شي جېنپېنګ سره روان دی - د نومبر ۱۵مې انځور.

امریکايي ولسمشر جو بایډن په سان فرانسېسکو کې د اسیا او ارام سمندر د سیمې اقتصادي همکاریو د غونډې په څنډه کې له خپل چینايي سیال سره دوه ساعته ملاقات کړی دی.

دواړو مشرانو وروستی ځل یو کال وړاندې خبرې کړې وې او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې لا پسې خرابې شوې.

د نومبر ۱۵مې خبرې اترې ښايي له اندېښنو سره د مخامخې نړۍ لپاره پر داسې مهال ژورې پایلې ولري چې نړیوال اقتصاد د کورونا وایرس له جهاني وبا راهیسې د مشکلاتو ښکار دی او نړۍ په منځني ختیځ او اروپا کې د جګړو، په تایوان کې د راتلونکو انتخاباتو او له یوشمېر نورو چیلېنجونو سره مخامخ ده.