د فلسطین د روغتیا څانګه وايي، تر وخت مخکې زيږيدلي ۳۰ ماشومان مصر ته وړي‌

په فلسطین کې یو له تر وخت مخکې زیږېدلو ماشومانو.

د فلسطین د روغتیا څانګې چارواکي وايي، لږترلږه ۳۰ تر وخت مخکې زيږيدلي ماشومان د نومبر پر ۱۹مه د غزې له مرکزي روغتونه ایستل شوي او مصر ته به لیږدول کیږي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند مدحت عباس د ۳۰ ماشومانو ایستل تایید کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یوې ډلې د نومبر پر ۱۸مه د یاد روغتون تر دورې کولو وروسته وویل چې د غزې تر ټولو په دې لوی روغتون کې ۲۹۱ ناروغان اوس هم پاتې دي.

د دوی په خبره په پاتې شویو کې داسې ۳۲ ماشومان شامل دي چې په خورا نازک حالت کې دي. د دوی په وینا، نور هغه صدماتو ځپلي ناروغان چې سخت ژور زخمونه لري او نور داسې دي چې د ملا د ټپونو له وجې د حرکت توان نلري.