د طالبانو حکومت وايي ورستانه شوي کډوال ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي له پاکستانه کډه شوي افغانان له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي چې مرستو ته اړتیا لري. په همدې حال کې د ژغورنې نړیواله کمېټه هم وايي چې نړیوالې ادارې او هېوادونه باید له ستنو شویو کډوالو سره مرستې وکړي. د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.