له پنجابه د افغانانو په نوم ایستل شوي، ۹ پاکستاني پښتانه خپلو سيمو ته ستانه کړل شول

د نومبر پر ۱۷مه، پاکستان پولیس د افغان کډوالو د معلومولو لپاره د خلکو د ګوتو نښې ګوري

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي هغه پاکستاني پښتانه چې د پنجاب پولیسو د افغانانو په نوم افغانستان ته لېږل، تر بایوميټريک وروسته، بیا خپلو سیمو ته ستانه کړل شول.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو لپاره د جوړ کړل شوي کنټرول خونې ویاند لطیف الرحمان پرون مشال راډیو ته وویل چې د دغو کسانو شمیر ۹ دی. هغه زیاته کړه: "۷ کسان اوس او ۲ تر دې وړاندې داسې مخې ته راغلي چې پولیسو په غلطۍ سره د افغان کډوالو په شک نیولي او بیا یې تورخم ته لېږلي وو. خو هلته یې چې د ګوتو نښې واخیستل شوې نو معلومه شوه چې دوی ځايي کسان دي."

نوموړی وايي پخوا به چې څوک په "فارن اېکټ" یا د بهرنیو کسانو د قانون لاندې ونیول شول نو عدالت ته به وړاندې کېدل او له څو ورځو زندان تېرولو وروسته به له پاکستانه ایستل کېدل. خو د هغه په وينا اوس د نوې پالیسۍ مطابق په نورو صوبو کې نیول شوي دغه کسان خیبر پښتونخوا ته تر لېږد وروستهافغانستان ته اړول کېږی.

دا هم وګورئ: پښتانه وایي د سیند پولیس یې د بې اسناده افغانانو په نوم ځوروي

د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان کړی وو چې د هغې میاشتې تر اخره پورې بايد ټول بې اسناده بهرنيان له پاکستانه ووځي. په دغو بهرنيانو کې اکثريت د افغانانو دی. د نومبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان پولیسو په زور د هغو افغانانو ایستل پيل کړل چې د دوی په خبره اسناد نه لري. خو ځينو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې پر اسنادو سربیره هم ځورول کېږي.

ګڼو ګوندونو د نګران حکومت پر دې فیصلې نيوکې کړې دي. د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان د نومبر پر ۲۰مه، مشال راډیو ته وویل چې نګران حکومت له خپل واک اختیار پورته کارونه کوي. هغه زیاته کړه چې نګران حکومت د ورځنيوو چارو لپاره دی، نه د پالیسيوو جوړولو لپاره.

د ملي‌جمهوري غورځنګ، جماعت اسلامي، پيپلز پارټي او جمعيت علمای اسلام (ف) ګوندونو مشرانو هم پر حکومت نيوکې کړې دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر میرکلام وزیر د نومبر پر ۲۰مه، مشال راډیو ته وویل چې د افغان کډوالو ځورول د ټولو پښتنو ځورول دي.

هغه زیاته کړه چې په سیند او پنجاب کې اوسیدونکي پاکستاني پښتانه هم د افغان کډوالو په نوم د پولیسو لخوا نیول کېږي چې دا لړۍ بايد ودریږي. د همدې مسلې په تړاو په سيند او پنجاب کې پښتنو مظاهرې هم کړې دي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې ځايي پښتانه دي نه په تکليفوي.

خو د پاکستان نګران حکومت له خپلې پرېکړې نه دی اوښتی. د کورنیو چارو نګران وزیر تېره اونۍ په يوه خبري غونډه کې وويل چې یوازې بې اسناده بهرنیان خپلو هیوادونو ته استوي او پر اسناد لرونکیو کار نه لري.