د اسراییلو او حماس ډلې ترمینځ ۴ ورځنی اوربند پیل شوی دی

د نومبر پر ۲۴مه د اوربند له پیلېدو سره یوه فلسطینۍ کورنۍ د خان یونس ښار بلې برخې ته روانه ده.

اسراییلو او حماس د نومبر له ۲۴مې له سهاره هغه څلور ورځنی اوربند پیل کړی چې په پایله کې یې هغه وسلواله ډله، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره بولي، د یرغمل ۱۳ اسراییلیو ښځو او ماشومانو لومړۍ ډله خوشې کړي.

دا په هغه جګړه کې لومړۍ وقفه ده چې محاصره شوې غزه تړانګه یې ویجاړه کړې ده.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویلي دي چې اوربند پر ځايي وخت سهار اووه بجې (د پېښور ۱۰ بجې) پیل شو.

په قطر کې منځګړو ویلي دي چې دا د غزې په شمال او جنوب کې یو جامع اوربند دی چې پر مهال به یې حماس ډله هغه ۲۰۰ کسان خوشې کړي چې وسلوالو یې د اکتوبر پر اوومه په اسراییلو کې دننه د برید پر مهال نیولي ول.

البته د اوربند تر پیلېدو څو ساعته مخکې په سیمه کې جګړې زور واخیست او د حماس تر واک لاندې د سیمې چارواکو ویلي دي چې د غزې یو روغتون د بمباریو په اهدافو کې شامل وو.

اژانس زیاتوي چې ټاکل شوې چې د اوربند پر مهال ۱۵۰ فلسطینیان هم له اسراییلیو زندانونو خوشې شي.

د قطر یو ویاند خبریالانو ته ویلي دي چې هیله لري چې "دا ډزبندي به د یو دایمي اوربند لپاره د پراخ کار پیلولو فرصت برابر" کړي.