د پاکستان پوځ ۲ پخوانيو پوځي افسرانو ته د بغاوت په جرم سزا اورولې ده

د پاکستان پوځي سرتیري د اسلام اباد په ریډ زون کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د پا کستان پوځ وايي چې خپلو دوو پخوانيو پوځي افسرانو ته يې په پوځ کې د بغاوت په جرم د قيد سزا اورولې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۲۵مه په یو بیان کې وویل چې پوځي عدالت ريټايرډ ميجر عادل راجا ته ۱۴ کاله قید بامشقت او ریټایرډ کیپټن حیدر رضا مهدي ته ۱۲ کاله سزا اورولې ده.

د بیان له مخې د دواړو پخوانیو پوځي افسرانو د قضیې عدالتي کارروايي له اووم نه تر نهم اکتوبره پورې روانه وه چې وروسته دواړو افسرانو ته سزاګانې واورول شوې.

په بیان کې راغلي دي چې له دواړو کسانو پوځي رتبې د نومبر له ۲۱مې څخه بيرته اخیستل شوې دي.

د راپورونو ترمخه دواړه پخواني پوځي افسران دا مهال له پاکستانه بهر دي.