د حماس او اسراییلو ترمينځ د بندیانو تبادله شوې ده

د نومبر په ۲۴مه د اسراییلو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته راوده ابو عجمي (کېڼې خوا ته) خپلوانو سره غاړې ووځي.

حماس او اسراییلو د یو بل نیول شوي ۶۳ کسان خوشې کړي دي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د اسراييل لخوا د ۳۹ فلسطينيانو خوشې کولو په بدل کې ۲۴ يرغماليان خوشې کړې دي.

د نومبر پر ۲۴مه د يرغماليانو دا بدلون د اسراییلو او حماس ترمینځ د شوي هغه څلور ورځني اوربند برخه وه چې د نومبر ۲۴مې له سهاره پيل شو. حماس وسلوالې ډلې دغه يرغماليان د اونيو پورې په غزه او اسراييل بيا فلسطنيان په جيل کې ساتلي وو.

د اوربند په لومړۍ برخه کې د يو بل قيديان خوشې کول دواړو لورو ته د سکون يو وړوکی څرک دی.