په سوات کې په ترافیکي پېښه کې ۳ کسان وژل شوي ۲۰ ژوبل دي

د نومبر پر ۲۵مه په سوات کې د پېښې ښکار شوي ګاډي سره نېږدې د ژغورنې ادارې کارمند ولاړ دی.

د سوات پولیس وايي چې په کالام دره کې ګاډی کندې ته د پرېوتو له امله درې کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د پوليسو او ځايي خلکو د نومبر پر ۲۵مه، له پنجابه هلته ورغلي سیلانیان له کالامه خپلو سیمو ته په لار وو چې موټر یې د پېښې ښکار شو.

د مرستندویه ادارو د چارواکو په خبره په ژوبلو کسانو کې د اووه کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو تر مخه په سوات او ملاکنډ کې په تېرو شپږو کلونو کې څه د پاسه ۵۰۰۰ پېښې شوي دي چې پکې ۱۰۱ کسان وژل شوي او ۵۹۰۹ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا د ريسکيو ۱۱۲۲ ادارې په يو بیان کې ویلي چې په اسلام اباد ـ پېښور موټروې کرنل شير خان انټر چېنج سره په ټرافيکي پېښه کې يو ماشوم وژل شوی او څلور نور کسان ژوبل شوي دي.