اسراییلو او حماس لسګونه بندیان خوشې کړي دي

د نومبر پر ۲۶مه سهار وختي د سره صلیب نړیوالې ادارې په ګاډي کې یوشمېر خوشې شوي کسان لېږدول کېږي.

حماس او اسراییلو د څلور ورځني اوربند پر دویمه ورځ د بهرنیانو په ګډون لسګونه اسراییلیان او فلسطینیان خوشې کړي دي.

د اسراییلو د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د نومبر پر ۲۵مه وویل چې حماس ډلې، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره بولي، په غزه کې څلور تایلینډیان او ۱۳ اسراییلي وګړي خوشې کړي دي. په خوشې شویو اسراییلیانو کې اووه ماشومان او زلمیان او شپږ ښځې شاملې دي.

په همدې حال کې فلسطینیو رسنیو ویلي دي چې اسراییلو ۳۹ فلسطینیان خوشې کړي دي چې پکې شپږ ښځې او ۳۳ نور بندیان له ۱۹ کلونو کمر عمر لرونکي ځوانان ول.

د نومبر پر ۲۴مه د اوربند پر لومړۍ ورځ هم اسراییلو او حماس د قطر او مصر په مینځګړتوب د شوې موافقې له مخې لسګونه کسان خوشې کړي ول.

دا اوربند تر هغې وروسته شوی دی چې اسراییلیو ځواکونو د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې تړانګې بمباریو او له حماس ډلې سره جګړې ته دوام ورکړی وو.

د اکتوبر پر اوومه له غزې څخه د حماس وسلوال اسراییلو ته واوښتل او په هغه هېواد کې یې ۱،۲۰۰ تنه ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل. له هغوی څخه یې زیاتره ولسي وګړي ول.

په ځواب کې اسراییلو وویل چې د جنګ په حالت کې دی او پر غزې یې بمبارۍ او تر څه مودې وروسته هلته ځمکني عملیات پیل کړل.

د حماس د واک لاندې په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو په بریدونو کې تر ۱۴،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې ورڅخه یې شاوخوا ۴۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.