هند په دويمه شل اووره سیالۍ کې اسټراليا ته ماتې ورکړه

د اسټراليا د سټيو سميت تر اوټ کېدو وروسته، هندي لوبغاړي خوشالي کوي

هند د پينځوو شل اووره کرکټ سیاليوو په دويمه لوبه کې اسټراليا ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه.

د نومبر پر ۲۵مه، د هند د کیرلا ایالت په تیروانتاپورن کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ هند وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۳۵ منډې جوړې کړې. اسټرالیا دا هدف پوره نه شو کړلی او په ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۹۱ منډې جوړې کړې.

د هند یاشاسوي جېسوال په ۲۵ بالونو ۵۳، راتوراج ګېکوارډ په ۴۳ بالونو ۵۸ او اېشن کیشن په ۳۲ بالونو ۵۲ منډې وکړې. جېسوال د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د دې لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې هم هند اسټراليا ته ماتې ورکړې وه. درېېمه لوبه د نومبر پر ۲۸مه کېږي. په دې سیاليوو کې د هند اکثره نوموتي او مشران لوبغاړي نشته او پر ځای یې ځوانانو ته موقع ورکړل شوې ده.