روس او اکراين پر يو بل د ډرون الوتکو بریدونه کړي دي

د اوکراین بې پیلوټه الوتکه په لوهانسک کې الوتنه کوي ـ پخوانی انځور.

د روسيې چارواکو ويلي چې اوکراین د لږ تر لږه ۲۴ ډرون الوتکو په واسطه مسکو او نور ښارونه په نښه کړي خو دعوه کوي چې زیاتره دا الوتکې یې د الوتکو ضد نظام له لارې راغورځولې دي.

د روسيې دفاع وزارت دعوه کړې چې د اوکراین لږترلږه ۲۴ ډرون الوتکې يې په تولا، کالوګا، بریانسک او مسکو کې راغورځولې دي. په هيڅ يوه سيمه کې کومه مرګژوبله نه ده شوې.

بلخوا اوکرایني چارواکو ويلي چې د نومبر پر ۲۶مه د شپې په وخت روسيې پر اوکراين لږترلږه د نهه ډرون الوتکو حملې کړې دي.

دا تر هغې يوه ورځ وروسته ده چې روسيې پر کييف او نورو ښارونو په پراخه کچه د ډرون بريدونو وکړل. دا په ۲۰۲۲ز کال کې د روسيې لخوا د اوکراین پرضد د پراخ یرغل پیلېدو وروسته تر ټولو لوی بريد وو.