کرزی وايي نړیواله ټولنه باید په زور د طالبانو د حکومت د ختمولو په لټه نه شي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، نړیواله ټولنه باید په زور د طالبانو د موقت حکومت د ليرې کولو په لټه کې و نه اوسي.

کرزي دا خبره د جاپان له یوه خبري اژانس کیودو نیوز سره په مرکه کې کړې چې د نومبر پر ۲۸مه خپره شوه. نوموړي زياته کړه چې نړيوال دې طالبان وهڅوي چې د بین الافغاني خبرو له لارې خپلې تګلارې سمې کړي.

کرزي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د نومبر پر ۲۸مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات امنيتي کنفرانس په نوم دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.

د غونډې ګډونوالو تر ډېره د طالبانو له حکومت سره تعامل ناسم وباله او د هغوی پر پالیسيو يې سختې نيوکې وکړې.

طالبانو د هرات د امنیتي غونډې په تړاو څه نه دي ويلي، خو مخکې یې دا ډول ناستې بې ګټې بللې وې چې په خبره يې، "ازمویل شوي" کسان پکې ګډون کوي.