د اروپایي پارلېمان مشره وایي د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي

د اروپایي پارلېمان په غونډه کې د اوکراین په ملاتړ بینر پروت دی ـ پخوانی انځور.

د اروپايي ټولنې د پارلېمان مشره رابرټا مېڅولا وايي، هغه ټولنه به د اوکراین تر څنګ ولاړه وي.

مېڅولا د نومبر پر ۲۸مه په برسلز (بروکسل) کې د اوکراین پارلېمان له مشر روسلان ستېفانچوک سره د همکارۍ یادښت تر لاسلیکولو وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل "دا همکاري به په کییف کې د اروپایي اتحادیې د پارلېمان د دایمي حضور پیدا کولو په اړه زموږ له اوسنۍ پرېکړې سره لا پیاوړې شي."

د اوکراین د پارلېمان مشر روسلان ستېفانچوک غونډې ته د خبرو په مهال د پرېکړې هرکلی وکړ. "هغه څه چې نن وشول یقیناً تاریخي دي. هغه هوکړه لیک چې موږ نن لاسلیک کړ، به د اوکراین او اروپا د راتلونکي پرمختګ لپاره یو مهم پړاو وي. زموږ د پارلېمانونو ترمینځ به روښانه همکاري وي. په کییف کې د اروپايي ټولنې د پارلېمان د استازولۍ په جوړولو ستاسو د باور مننه کوم."

په همدې حال کې د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ د نومبر پر ۲۸مه د هغه پوځي اېتلاف د ۳۱ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې امریکا دې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې د امریکا په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند یا جمهوري غوښتنونکي ځینې استازي له کییف سره د واشنګتن د مرستو په اړه زړه نا زړه دي.

ستولتنبرګ دا هم وویل چې د ناټو متحدینو پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په بېساري ډول له اوکراین سره پوځي مرستې کړې دي.

د ده په وینا، دې ملاتړ اوکراین ته اجازه ورکړې چې "روسیو ځواکونو ته درانه زیانونه واړوي" نو ځکه د اوکراین ملاتړ باید دوام ومومي.

د ناټو مشر له اوکراین سره د امریکا د مرستو د دوام په اړه ډاډ څرګند کړ چې تر اوسه له ۴۰ مېلیاردو (اربو) امریکايي ډالرو څخه اوښتې دي.

روسيې د ۲۰۲۲ ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د اوکراین په بېلابېلو برخو کې جګړې روانې دي.