د ایران د بشري حقونو ډله وايي تهران ۷ زندانیان اعدام کړي

د بشري حقونو ډله وايي، تهران د خپلو سیاسي او مذهبي مخالفینو اعدامولو ته دوام ورکړی - انځور له ارشیفه

د ایران د بشري حقونو چارو ناورې مېشته ډله وایي، تهران اووه زندانیان اعدام کړي دي چې یو یې کرد توکمه ایوب کریمي هم دی.

د بشري حقونو هغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ایوب کریمي له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په قزلحصار زندان کې د بند شپې ورځې تېرولې چې د نومبر پر ۲۹مه په دار ځړول شوی دی.

بیان وايي، دا د دې خبرې ښکارندويي کوي چې ایران د خپلو سیاسي او مذهبي مخالفینو د اعدامولو لړۍ تېزه کړې ده.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګې فردا راډیو لیکلي چې تر اوسه د نومبر پر ۲۹مه د شپږو نورو اعدام شویو کسانو هویت نه دی اعلان شوی.

د ایران د بشري حقونو مشر محمود امیري مقدم ویلي، "د ایوب کریمي اعدام، د جبري اعترافونو پر بنسټ او له عادلانه محاکمې پرته، د نورو سیاسي بندیانو د اعدام په څېر یو جرم دی."

دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کې په ایران کې د مرګ سزاګانې زیاتې شوي دي. د مې پر ۱۶مه د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل په خپل کلني راپور ویلي ول چې تېر کال (۲۰۰۲ز کال) ایران ۵۷۶ کسان اعدام کړي دي.

د اعدامونو او د مرګ د زیاتېدونکو سزاګانو اورولو پر ضد په ایران کې وخت په وخت مظاهرې هم شوې دي.