بلېنکن وايي اسراییل دې په غزې کې د فلسطینیانو لپاره خوندي ځایونه مشخص کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د نومبر پر ۳۰مه په تل ابيب کې له خبريالانو سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن پر اسراییلو ټینګار کړی دی چې د خپلو پوځي عملیاتو تر بیا پیلولو مخکې دې په غزې کې د فلسطینیو ولسي وګړو لپاره خوندي ځایونه مشخص کړي.

نوموړي د نومبر پر ۳۰مه په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل چې اسراییل "باید د ولسي وګړو د خوندیتوب داسې بشري پلانونه عملي کړي چې ورسره د بېګناه فلسطینیانو نوره مرګژوبله کم تر کمه وي."

نوموړي وویل چې په هغو پلانونو کې د جنوبي او مرکزي غزې داسې برخې او ځایونه مشخصول شامل دي چې "خوندي او د جګړې له کرښې لیرې" وي.

بلېنکن دا څرګندونې په غزې تړانګه کې په جګړه کې د وقفې پر اوومه ورځ وکړې چې پر مهال یې د فلسطینیو زندانیانو په بدل کې د بهرنیانو په ګډون لسګونه اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې شوي دي.