ګلالۍ اسماعيل د ترهګرو د ملاتړیو په لېسټ کې د خپل نوم شاملول غندلي دي

ګلالۍ اسماعیل په ۲۰۱۹ز کال کې له اې اېف پي سره د مرکې پر مهال.

د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) له لوري د هغې نوم د "ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو" په نوملړ کې اچول غندلي دي.

نوموړې د ډېسېمبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې هغه او د بیداره نجونو (Aware Girls) په نوم یې خیریه اداره د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي دي نو په لېسټ کې یې نوم اچول د "خندۍ وړ" ده.

نوموړې زیاته کړه چې پولیس خپلې ناکامۍ پټوي او د ترهګرو د نیولو پر ځای امن خوښي خلک بدناموي. "له دې معلومېږي چې سي ټي ډي اداره څومره جعلي اداره ده. دا اداره د ترهګرو د نيولو پر ځای د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو کار کوونکي په نښه کوي، بدناموي یې او د خاموشه کولو کوښښ یې کوي. زما او زما د مور پلار پر ضد يو اېف ای ار (د پولیسو پرچه یا رپورټ) شوی وو. په هغه کې پر موږ د ترهګرۍ د مالي ملاتړ تور پورې شوی وو. عدالت بیا اېف ای ار ختم کړ او موږ یې له تورونو سپين وګرځولو."

د ګلالۍ اسماعيل نوم د ۵۱ هغو ښځو په لېسټ کې وو چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ څانګې د نومبر پر ۲۲مه خپور کړ. پولیسو پر هغو ښځو د ترهګرو د مرستې تور پورې کړی دی.

البته د سي ټي ډي پر وروستي نوملړ نور انتقادونه هم شوي دي ځکه چې پکې د خیبر پښتونخوا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د ویاند او د نومیالي خبریال احسان داوړ نوم هم شامل وو او پر سر یې د ۱۰ لکه روپیو انعام هم ایښي دی.

د خیبر پښتونخوا پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم معلومه نه ده چې د داوړ نوم یې له نوملړه ایستلی دی او که نه؟

ګلالۍ اسماعیل د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکې ده خو دا وخت په امریکا کې ژوند کوي. هغه په ۲۰۱۹ز کې تر هغې وروسته هغه هېواد ته ولاړه چې په پاکستان کې پرې د امنيتي ځواکونو د بدنامولو او ریاست سره د غدارۍ تورونه پورې شول او پولیسو یې د نیولو هڅې هم کړې وې.

ګلالۍ اسماعیل پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.