اسراییل د غزې جنوبي برخې ته په لسګونه ټېنکونه لېږلي دي

د اسراییل او حماس ترمنځ د اکتوبر له اوومې جګړه روانه ده. (انځور: ارشیف)

اسراییل د دیسمبر پر څلورمه د حماس پرضد د پراخو عملیاتو د برخې په توګه د غزې تړانګې جنوبي برخې ته په لسګونه ټېنکونه لېږلي دي.

اسراییل دا ګام پر دې سربېره اخیستی چې نړیوالو په غزه کې د ولسي وګړو پر زیاتېدونکې مرګژوبله اندېښنه ښودلې ده. په دغه محاصره شوې سیمه کې رابطې هم پرې شوې دي.

د غزې په شمالي سیمو کې د اسراییلي پوځیانو تر ځای پر ځای کېدو څو اوونۍ وروسته هغه پوځ اوس په جنوبي سیمو کې داسې پاڼې غورځولې دي چې فلسطینیانو ته پکې له دې سیمو څخه نورو ځایونو ته د تللو وینا شوې ده.

بلخوا په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د روغتيا څانګه وايي چې د اسراییلو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې یې نږدې ۱۵۹۰۰ ولسي کسان وژل شوې دي چې د دوی په وینا، ۷۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي. دغه شمېرې په نړیواله کچه د انديښنې او مظاهرو لامل شوې دي.

اسراییل وايي عمليات یې د امريکا او يورپي یونين لخوا ترهګرې ګرځول شوې، حماس وسلوالې ډلې د ختمولو لپاره پيل کړي دي. دا ځوابي عمليات له هغې وروسته پيل شول چې کله د اکتوبر پر اوومه، د حماس لخوا پر اسرايلو په بې ساري بریدونو کې هلته نيږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې ډيری یې ولسي وګړي وو.

د اسراییلي چارواکو ترمخه حماس پر دغه مهال ۲۴۰ اسرايليان یرغمل کړي وو چې ځيني يې د ۷ ورځني اوربند په ترڅ کې خوشې شول.