زېلېنسکي امریکایي سېنېټرانو ته وینا لغوه کړې ده

د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي ـ پخوانی انځور.

د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي د امریکایي ولسمشر جو بایډن لخوا، د اوکراین او اسراییلو د جګړې د تمویل لپاره د نېږدې ۱۰۶ بېلیونو ډالرو د درخواست پر سر د بحثونو له تودېدو وروسته د امریکا سېنېټرانو (سناتورانو) ته خپله وینا لغوه کړې ده.

تمه کېده چې ولسمشر زېلېنسکي د ډیسېمبر پر پینځمه امریکايي سناتورانو ته په وینا کې د امریکا د پوځي مرستو د دوام لپاره د خپل هېواد قضیه په داسې حال کې وړاندې کړې چې کییف په ساړه ژمي کې د جګړې په میدان کې دی او د روسیې لخوا بمباري او ګوله باري ولسي خلکو ته تلفات اړوي.

د بایډن اادارې په اکتوبر میاشت کې له کانګرسه غوښتي ول چې د مرستو دا کڅوړه دې تصویب کړي چې نه یوازې د اوکراین او د اسراییلو لپاره مرستې برابرې شي بلکې د امریکا د سرحدونو د امنیت لپاره هم بودیجه ولري.

خو د امریکا د استازو جرګې، چې د جمهوریت غوښتونکو ګوند پکې اکثریت لري، دا درخواست رد کړی وو.

زېلېنسکي څو شېبې وروسته له هغې خپله ویډیويي وینا لغوه کړه چې د سېنېټ د اقلیتونو مشر مېچ مېکونېل خپلو ملګرو جمهوریت غوښتونکو ته وویل چې کله هغه غوښتنه سېنېټ ته ورشي نو هغوی به یې په مخالفت کې رایې وکاروي.