په شمالي وزيرستان کې د بېلابېلو ناروغيو واکسيني کیمپېن پيل شوی دی

په بنو کې د شمالي وزيرستان يوه کډواله ماشومه د پولیو څاڅکي خوري - انځور له ارشيفه

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر شپږمه یې د پولیو یا ګوزڼ، شري او نورو ناروغيو د مخنيوي لپاره د ماشومانو د واکسينولو کیمپېن پیل کړی دی.

د ضلعې مرستیال کمېشنر منظور احمد د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وويل چې په اته ورځني کیمپېن به تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي څه د پاسه ۷۰،۰۰۰ ماشومان واکسينوي.

د ضلعې د روغتيا چارواکي وايي، دا يو ځانګړی کیمپېن دی چې تمرکز يې پر ميرامشا او ميرلي دی ځکه چې هلته "د پوليو وايرس خپور" شوی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې دوه ورځې مخکې د اتمانزیو جرګې د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره خپلو ماشومانو ته د پوليو له واکسيني کیمپېنه د پرېکون (بایکاټ) ختمولو اعلان وکړ.

منظور احمد زیاتوي چې له جرګې سره د کیمپېن په اړه خبرې روانې دي. په پاکستان کې په روان ۲۰۲۳ز کال کې تر اوسه پورې شپږ ماشومان په پوليو وايرس اخته شوي دي چې څلور يې د خيبر پښتونخوا اوسېدونکي دي.

له ګوزڼه پرته شری او داسې نورې بیکټېریايي او وایرسي ناروغۍ هم شته چې د خیبر پښتونخوا په کلیوالو او قبایلي ضلعو کې یې زیاتې پېښې ثبتېږي.