په لاهور کې ککړې هوا زرګونه ماشومان ناجوړه کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د هوا پېژندنې او د روغتیا چارواکي وايي، په دې وروستیو کې د پنجاب د سرښار لاهور هوا ډېره ککړه شوې ده چې له وجې یې ډېری خلک چې ماشومان هم پکې دي، په تنفسي او نورو ناروغیو اخته شوي دي. راپورونه وايي، د لاهور ښار روغتونونه له ناروغانو ډک شوي دي. په دې اړه نور تفصیل په دې راپور کې چې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ شوی دی.