د بلوچستان په خضدار کې چاودنې یو پولیس افسر وژلی او ۲ تنه نور یې ټپي کړي

خضدار د بلوچستان صوبې یو بلوڅ مېشته سیمه ده.

د بلوچستان په خضدار کې بمي چاودنې یو پولیس افسر وژلی او دوه تنه نور یې ټپي کړي دي.

د خضدار تاڼې ايس ايچ او عبدالله پندراني مشال راديو ته وویل چې دا پېښه د دسمبر پر لسمه په ابراهیم څلور لاره کې د ښخ کړل شوي‌ بم په وسیله شوې ده.

د ده په وینا په دې پېښه کې د پولیسو ترهګرۍ مخنیوي څانګې تاڼې ايس ايچ او محمد مراد جاموټ وژلی او دوه کسان نور یې ژوبل کړي دي.

عبدالله پندراني وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا چاودنه د وژل شوي پولیس افسر تر موټر لاندې او یا په موټر کې اېښودل شوي وو.

د بلوچستان نګران اعلا وزیر مير علي مردان خان او د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د دې پیښې غندنه کړې .

بلوڅ ازادي غوښتونکې وسله والې ډلې - بلوچ لیبرېشن ارمي - د دې پېښې زمه واري منلې ده.