یو شمېر اسلامي هېوادونو پر امريکا غږ کړی چې په غزه کې د اوربند لپاره کردار ادا کړي‌

په غزه کې د یو کېمپ اخیستل شوی عکس

څو عرب او اسلامي هېوادونو پر امريکا غږ کړی چې په غزه کې د اوربند منلو لپاره دې پر اسرايلو د فشار اچولو په خاطر خپل پراخ کردار ولوبوي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د دیسمبر پر اتمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د مصر، فلسطين، اردن، سعودي عرب، قطر او ترکي بهرنيوو چارو وزیرانو دا غوښتنه په واشنګټن کې د امريکا له بهرنيو چارو وزیر انتني بلېنکن سره په ملاقات کې کړې ده.

په داسې حال کې چې د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهګرې اعلان شوې ډلې، حماس تر واک لاندې غزه کې د جګړې درېیمه میاشت روانه ده، هلته د روغتيا وزارت ويلي چې جنګ تر اوسه ۱۷۷۰۰ کسان وژلي چې زیاتره يې ماشومان او ښځې دي.

اسرايل وايي چې له حماس سره په ځمکنۍ جګړه کې یې تر اوسه ۹۷ سرتيري وژل شوي دي. دا تر هغې وروسته ده چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو په اسراییل برید وکړ او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل. اسراییل وايي‌ چې په دې کې زیاتره ولسي وګړي‌ وو.

د قطر د بهرنيوو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوې چې له بلېنکن سره د خبرو په وخت، دغو وزیرانو په غزه کې د سمدستي اوربند کولو لپاره د قرارداد نه منظورولو له امله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر ناکامۍ مايوسي ښوولې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د دسمبر پر اتمه د اوربند لپاره په دغه شورا کې د متحده عرب اماراتو وړاندې شوی قرارداد ځکه منظور نه شو چې امريکا یې پر وړاندې منفي رایه ورکړه او د وېټو واک په کارولو سره یې رد کړ.

دې قرارداد ته له ۱۵ غړيو هېوادونو ۱۳ مثبتې رایې ورکړې خو برتانيا له رایې کارولو ډډه وکړه.