د پاکستان انتخاباتي کمېشن ويلي چې د راتلونکو ټولټاکنو مهالوېش يې نه دی اعلان کړی او په دې اړه پر رسنیو خپرېدونکي معلومات دروغ دي.
کمېشن د دیسمبرپر۱۰مه پراېکس پاڼه ليکلي چې ولس دې د انتخاباتي کمېشن سره تړلو موضوعاتو په اړه یوازې د دې ادارې بیانونو ته پام وکړي او په نورو شيانو دې باور نه کوي. د کمېشن په خبره د ټاکنو د ځنډ په اړه یې هېڅ بیان نه دی جاري کړی.
#ECP pic.twitter.com/Ow6jL0G618
— Election Commission of Pakistan (OFFICIAL) (@ECP_Pakistan) December 10, 2023
کمېشن وضاحتي بیان تر هغې وروسته ورکړی چې د پاکستان په ځینو رسنیو کې د انتخاباتو د ځنډ په اړه خبرونه او تبصرې خپرې شوې. تر دې مخکې دې کمېشن ويلي وو چې عام انتخابات به د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ پر اتمه کېږي.
د کمېشن په بیان کې راغلي دي چې کله نا کله رسنۍ د ټاکنو په اړه د دروغو بیانونه خپروي. کمېشن ويلي چې پر ټولنيزو رسنيو د انتخاباتو خپور شوی مهالوېش جعلي دی.