د اسراییلو دفاع وزیر وايي د حماس پر ضد به يې عملیات روان وي

اسراييلي سرتېري په غزه کې عمليات کوي ــ انځور له ارشيفه

د اسراييلو دفاع وزارت د نړيوالو هغه غوښتنې شا ته غورځولې چې وايي، په غزه کې د اسراييلي پوځ عمليات بايد نور ټول شي.

د اسراييلو دفاع وزير يواوف ګېلېنټ د ډېسېمبر پر ۱۱مه وويل، د حماس پرضد د عملياتو اوسنی پړاو به وخت ونيسي.

اروپايي ټولنه او امريکا حماس د يوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني. ګېلېنټ چې د اسراييلو د جنګي کابينې له درو غړو څخه يو دی، هغه زياتېدونکې نيوکې له پامه وغورځولې چې پر اسراييلي پوځ د تېرو دوو مياشتو په پوځي کيمپېن کې د پراخ ويجاړي او ولسي وګړو ته د درنې مرګژوبلې اوښتو له امله ورباندې کېږي.

په عين حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ترڅنګ ځينو مخکښو عربو هېوادونو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده. واشنګټن له دې باوجود چې اسراييل يې له سفارتي او پوځي ملاتړه برخمن دی، پر اسراييلي پوځ غږ کړی دی چې د ولسي مرګژوبلې کچه ټيټه کړي.