اروپايي ټولنې د اوکراین خلاف له روسیې سره د ایران د وسلوالو مرستو پر وړاندې د خپلو اقداماتو په چوکاټ کې پر شپږو ایرانيانو او پينځو شرکتونو بندیزونه لګولي دي.
د اروپايي ټولنې شورا د ډېسېمبر پر ۱۱مه په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي چې په دې بندیزونو کې یې هغه موسسې او کسان په نښه کړي چې د اوکراین پر ضد د روسیې په حملو کې د کارول کېدونکو بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې برخه لري.
د اروپايي ټولنې شورا همداراز ویلي چې دا شپږ تنه او پينځه شرکتونه د دوی له لوري لومړني موارد دي چې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د ایران د ملاتړ په خاطر بندیزونه پرې لګوي.