اسلام اباد های کورټ په العزيزيه سټيل ملز مقدمه کې نواز شريف بري اعلان کړ

د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته ستون شوی وو.

اسلام اباد های کورټ په العزيزيه سټيل ملز مقدمه کې پخوانی وزيراعظم نواز شريف بري کړی دی.

د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس مياګل حسن اورنګزېب باندې مشتملې دوه کسيزه جرګګۍ نن (د ډېسېمبر پر ۱۲مه) د مقدمې اورېدنه وکړه.

عدالت خپله لنډه پرېکړه واوروله او په العزيزيه سټيل ملز مقدمه کې يې د نواز شريف د سزا خلاف اپيل منظور کړ او نوموړی يې بري کړ.

تر دې وړاندې اسلام اباد های کورټ د نومبر پر ۲۹مه په ايون فيلډ مقدمه کې هم نواز شريف بري کړی وو.

احتساب عدالت پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون رهبر نواز شریف ته د ۲۰۱۸ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه په العزیزیه سټیل ملز کې د درغلیو په تور مقدمه کې د اووه کاله بند او یو نیم ارب روپیو جرمانې سزا اورولې وه. نوموړی وروسته د راولپېنډۍ اډياله زندان ته لېږدول شوی وو.

دغه شان عدالت د ايونفيلډ اپارټمنټس په مقدمه کې هم نوموړی ۱۰ کاله سزا کړی وو.

نواز شريف د اکتوبر پر ۲۱مه په لندن کې له څلور کلنې خپلخوښې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شو او د اکتوبر پر ۲۳مه يې په دواړو مقدمو کې هغه ته د اورول شوې سزا خلاف د اپيلونو بیا بحالولو لپاره اسلام اباد های کورټ ته درخواستونه ورکړي ول.

د نواز شريف وکيل امجد پروېز د اکتوبر پر ۲۳مه په جمع کړيو درخواستونو کې غوښتنه کړې وه چې نواز شريف ته په دواړو مقدمو کې د سزاګانو ورکولو خلاف دې اپيلونه بحال کړل شي.

اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۱۹مه په دواړو مقدمو کې د نوازشريف "حفاظتي ضمانت" منظور کړی وو.

دا ډول نوموړي پاکستان ته له ستنېدو وړاندې له احتساب عدالت څخه هم "حفاظتي ضمانت" اخيستی وو.