معذوره ارمنیايي سرتېري ولې له نڅاګرو سره رقص کوي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په ارمنیا کې په جګړو کې د معذوره شویو پخوانیو پوځیانو د درملنې ځانګړي مرکز یو نوښت کړی دی چې له مخې یې مسلکي نڅاګرې له هغوی سره نڅا کوي. هغه پوځیان له اذربایجانیو سرتېرو سره د نګورنو قره باغ سیمې پر سر د نښتو پر مهال ژوبل شوي او معیوب شوي ول. سرتېري وايي، هغه نوښت یې د ژوند په اړه فکر بدل کړی دی او غواړي د نورو خلکو په څېر خوشاله واوسي. د مشال راډیو د مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.