د امریکا د دفاع وزیر جنرال لایډ اسټن په پېنټاګان کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره لیدلي دي.
د دفاع وزارت ویاند پیټ رایډر د ډېسېمبر پر ۱۳مه د دواړو مشرانو تر ملاقات وروسته په بیان کې ویلي دي چې هغوی په سیمه کې پر "وروستیو امنیتي پرمختګونو" خبرې وکړې.
بیان زیاتوي، اسټن او منیر د امریکا او پاکستان ترمینځ د دوه اړخیزه دفاعي همکاریو پر امکان هم بحث وکړ.
د امریکا د دفاع وزارت په خپل بیان کې له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر د ډېسېمبر پر ۱۰مه د امریکا په رسمي سفر روان شو.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې دا د پوځ د مشرۍ دندې له پیلولو راهیسې د جنرال منیر واشنګټن ته لومړی سفر دی چې پر مهال یې نوموړی له امریکايي پوځي او حکومتي مشرانو سره ګوري.