برتانیې د ایران د قدس ځواک د مشر په ګډون د یوشمېر کسانو پرضد تازه بندیزونه اعلان کړي دي.
په همدې حال کې د امریکا د مالیې وزارت هم د قدس ځواک پر یو چارواکي بندیزونه لګولي دي. لندن د ډېسېمبر پر ۱۴مه وویل چې نوي بندیزونه یې د ایران له لوري په منځني ختیځ کې سولې ته د "بېسارو ګواښونو" او په برتانیا کې د وګړو د وژلو دسیسو جوړولو په غبرګون کې لګولي دي.
اخوا امریکا د حماس ډلې د ملاتړ پر سر د قدس ځواک پر یو چارواکي بندیز لګولی دی. امریکا او اروپايي ټولنه هغه وسلواله ډله ترهګره بولي.