د پاکستان د پوځ مشر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سيد عاصم منير ـ پخوانی انځور

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سيد عاصم منیر په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره ملاقاتونه کړي دي او ورسره یې پر دوه اړخیزه چارو خبرې کړې دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عاصم منیر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر اېنتني بلېنکن او دفاع د وزیر جنرال لایډ اسټین په ګډون له یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي.

بیان زیاتوي چې په ملاقاتونو کې د سیمه يیزې او نړیوال امنيت پر چارو خبرې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د پاکستان د پوځ له مشر سره د بهرنیو چارو د وزیر اېنتني بلېنکن د لیدنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې پاکستان د امریکا یو مهم اتحادی او شریک دی او د سیمه ییز امنیت او دفاعي همکارۍ په برخه کې ورسره ملګرتیا ته دوام ورکوي.

جنرال منير تر دې وړاندې، د امریکا د دفاع وزیر جنرال لایډ اسټن سره په پېنټاګان کې لیدلي وو.

د امريکا دفاع وزارت ویاند پیټ رایډر د ډېسېمبر پر ۱۳مه د دواړو مشرانو تر ملاقات وروسته په بیان کې ویلي وو چې هغوی په سیمه کې پر "وروستیو امنیتي پرمختګونو" خبرې وکړې.

بیان زیاته کړې وه چې اسټن او منیر د امریکا او پاکستان ترمینځ د دوه اړخیزه دفاعي همکاریو پر امکان هم بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر د ډېسېمبر پر ۱۰مه د امریکا په رسمي سفر روان شو.

د ډېسېمبر پر ۱۵مه د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي چې دا د پوځ د مشرۍ دندې له پیلولو راهیسې د جنرال منیر واشنګټن ته لومړی سفر دی چې پر مهال یې نوموړي له امریکايي پوځي او حکومتي مشرانو سره کتلي دي.

د ډېسېمبر پر ۱۴مه د امریکا فارن پالیسي مجلې په یو راپور کې ليکلي وو چې د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې د امریکا په سفر دی چې د دواړو هېوادونو تر مینځ اړیکې بې ټیکاوه دي.