ایران وايي د موساد یو تورن جاسوس یې اعدام کړی دی

نړیوال د ایران د عدلیې نظام له شفافیته لرې بولي: انځور له ارشیفه

د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا وايي، د اسرایيلو د استخباراتي ادارې موساد یو تورن ایجنټ یې د ډېسېمبر پر ۱۶مه، په سویل ختیځ سیستان بلوچستان صوبه کې اعدام کړی دی.

اژانس په خبر کې د اعدام شوي تن نامه نه ده اخیستې او نه یې هم د تورونو په اړه تفصیل خپور کړی دی.

اېرنا ادعا کوي چې"دغه تن د موساد په ګډون له بهرنیو خدماتو سره اړیکې وي، محرم معلومات يې ټولول او له ملګرو سره یو ځای یې د موساد په ګډون بهرنیو خدماتو ته اسناد چمتو کول."

ایراني چارواکي بهرني هېوادونه په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورنوي او په هغه هېواد کې د عدليي نظام هم شفافيت نه لري.

یوه ورځ مخکې، په سیستان بلوچستان کې پولیسو ویلي وو چې د پولیسو په یوه مرکز د "ترهګرو" په برید کې ۱۱ افسران وژل شوي دي.