د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېلو بیو کې کمی اعلان کړی دی.
د مالیې وزارت د ډېسېمبر پر ۱۵مه، پر اېکس پاڼه په بیان کې وویل چې د ډېسېمبر له ۱۶مې د پيټرولو بيه هر لیټر ۱۴ روپۍ او ډيزلو بيه هر لیټر ۱۳ نيمې روپۍ کموي. له دې سره د يو ليټر پيټرولو نرخ ۲۶۷ روپيو او ډيزلو نرخ ۲۷۶ روپيو ته ټیټ شوی دی. په بيان کې ويل شوي چې د خاورو تېلو بيه هم ۱۰ روپۍ کمه شوې چې ورسره به د یو لیټر خاورو تېلو نرخ ۱۹۱ روپیو ته ښکته شوی دی.
تر دې مخکې لنډمهاله حکومت د نومبر پر ۳۱مه د ډيزلو بيه کې اووه روپۍ کمی راوستی وو خو د پيټرولو نرخ یې نه و کم کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې انتخابات کېږي.
د پاکستان اقتصاد له ۲۰۱۹ز کال راهیسې د مشکلاتو ښکار دی چې له کبله یې پر هم هغه کال د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور موافقه لاسلیک کړه.
د پور هغه پروګرام د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې له ځنډ سره مخامخ وو خو حکومت سږ کال له ای اېم اېف سره غونډې وکړې او د هغې ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې یو لړ اقدامات وکړل چې پکې د انرژۍ بیې لوړول، د حکومتي لګښتونو کمول او نوې مالیې یا ټیکسونه لګول شامل دي.
ای اېم اېف د روان کال په جولای کې پاکستان ته ۱.۲ اربه امریکايي ډالره پور ورکړ او په نومبر کې د هغې ادارې مامورانو اسلام اباد ته د ۷۰۰ مېلیونه ډالرو نور قرض ورکولو موافقه وکړه خو هغه پیسې به د ای اېم اېف د اجراییوي بورډ تر تایید وروسته پاکستان ته ورکول کېږي.