د غزې او اسراییلو ترمینځ یوه لویه سرحدي لاره د بشري مرستو لېږدوونکو ګاډو پر مخ پرانیستل شوې ده.
دا د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې هغه لویه لاره پرانیستل کېږي.
د اسراییلي وزیراعظم یو ویاند د ډېسېمبر پر ۱۷مه د کریم شلوم په نوم د هغې لارې د بیا پرانیستلو اعلان وکړ.
دا لاره تر هغې وروسته تړل شوې وه د حماس وسلوالو د اکتوبر په اوومه د اسراییل پر جنوبي سیمو حمله وکړه. امریکا او اروپايي ټولنه هغه ډله ترهګره بولي.
تر برید وروسته اسراییلو پر غزې تړانګې بمبارۍ پیل کړې او څه موده وروسته یې ځمکني ځواکونه هم واستول. په همدې حال کې حماس ډلې هم د اسراییلیو ځواکونو پرضد جګړې ته دوام ورکړی دی.
اسراییلو تېره اوونۍ د هغې سرحدي لارې پر پرانیستلو موافقه کړې وه.