د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، ډېر ژر په رسمي توګه د اروپايي ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو بهیر پیلوي.
ولسمشر زېلېنسکي دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۷مه په یوه ویډیويي وینا کې کړې دي.
هغه وویل، په راتلونکو ورځو کې به د اروپايي ټولنې له کمېشن سره په رسمي توګه هغه بهیر پیل کړي چې د اوکراین قوانین د اروپايي ټولنې له قوانینو سره پرتله کړي.
ولسمشر زېلېنسکي زیاته کړه چې دا پروسه به اسانه نه وي.
دا ترهغې وروسته ده چې اروپايي ټولنې د ډېسېمبر پر ۱۴مه پرېکړه وکړه چې له اوکراین او مالدووا سره په ټولنې د ورګډېدو لپاره اړه خبرې پیلوي.