د پاکستان انتخاباتي کمېشن له ګوندونو د ښځو او مذهبي لږکيو پر ځانګړو څوکيو د نوماندانو غوښتنه کړې

په اسلام اباد کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن مرکزي دفتر ـ پخوانی انځور

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د هغه هېواد له سیاسی ګوندونو غوښتنه کړې چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره دې په قامي او صوبايي اسمبليانو کې د ښځو او مذهبي لږکيو (اقليتونو) د ځانګړو څوکيو لپاره د نوماندانو نومونه جمع کړي.

کمېشن د ډېسېمبر پر ۱۸مه په يوه اعلاميه کې زياته کړې، کوم سیاسی ګوندونه چې په انتخاباتو کې برخه اخلي، هغوی دې د ښځو او لږکيو ترجيحي نوملړونه د ډېسېمبر تر ۲۲مې پورې د انتخاباتي کمېشن چارواکو يا ريټرننګ افسرانو ته وسپاري.

سیاسي ګوندونو ته امر شوی چې هغوی دې د لومړيتوب په هغو نوملړونو (فهرستونو) کې زیات څخه زیات نومونه وليکي، چې دا ډول د يو نوماند يا کانديد د اسنادو رد کېدو په صورت کې د نورو نوماندانو په غوره کولو کې اسانتیا وي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر ۱۵مه په هغه هېواد کې د راتلونکو عامو انتخاباتو مهالوېش اعلان کړ چې له مخې به په ټول هېواد کې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبليانو لپاره انتخابات کېږي.

د مهالوېش له مخې، سياسي ګوندونه د ډېسېمبر له۲۰مې تر ۲۲مې د خپلو نوماندانو اسناد جمع کولای شي او د ډېسېمبر پر ۲۳مه به د نوماندانو لومړی نوملړ خپرېږي.