د بې پولو ډاکترانو سازمان (اېم اېس اېف) وايي، د افغانستان د روغتیا په څانګه کې د ستونزو له وجې د روغتیاپالانو شمېر کم شوی او په دې توګه ډېر خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.
سازمان د ډېسېمبر پر ۱۸مه په یو مفصل راپور کې وویل چې د روغتیا څانګې د اغېزمنېدو له امله د زېږون پر مهال د ماشومانو د مړینې خطر زیات شوی دی.
د اېم اېس اېف راپور وايي چې افغانستان له پخوا راهیسې دا ستونزې لرلې خو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو او د نړیوالو د مرستو تر کمېدو وروسته د روغتیا څانګه له لا زیاتو چیلېنجونو سره مخامخ شوې ده.
راپور د هېواد شمالي ولایتونو ستونزې هم یادوي او وایي، د دې وضعیت په نتیجه کې اوس د پخوا پرتله زیات خلک د اېم اېس اېف کلینیکونو ته مراجعه کوي.