پاکستان انتخابات: د نوماندانو د کاغذونو د جمع کولو بهیر پیل شوی دی

په چارسده کې یو کس ووټ اچوي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې په انتخاباتو کې د برخې اخیستنې لپاره د نوماندانو د کاغذونو د جمع کولو بهیر رسماً پیل شوی دی.

د ټاکنو کمېشن د مهالوېش له مخې، د ګوندونو د ټېکېټونو ترلاسه کوونکي او ازاد یا خپلواکه نوماندان د ډېسېمبر له ۲۰مې څخه تر ۲۲مې پورې خپل کاغذونه د ضلعو انتظامي مشرانو ته سپارلی شي.

الېکشن کمېشن ویلي چې په هره ضلع کې ډېپټي کمېشنر د ریټرننګ یا د انتخاباتي چارو افسر په حیث کار پر مخ وړي.

له مهالوېش سره سم د ډېسېمبر پر ۲۳مه د نوماندانو نوملړ خپرېږي او د ډېسمبر له ۲۴مې تر۳۰مې د هغوی د درخواستونو کره کتنه کېږي.

کمېشن وايي چې د جنورۍ له درېیمې څخه تر ۱۰مې پورې به نوماندان کولای شي چې د ریټرننګ د پرېکړې پرضد درخواست وکړي او د جنورۍ پر ۱۱مه به د امیدوارنو وروستی نوملړ خپرېږي.

دا راز کمېشن د جنورۍ پر ۱۳مه د ګوندونو او نوماندانو انتخاباتي نښې اعلانوي او تر دې وروسته به د انتخاباتي کیمپېن تر بشپړېدو وروسته د فبرورۍ پر اتمه انتخابات کېږي.