د پاکستان انتخاباتي کمېشن د نوماندانو د کاغذونو جمع کولو نېټه غځولې ده

دوه امنیتي سرتېري په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن ودانۍ مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د نوماندانو د کاغذونو جمع کولو وروستۍ نېټه د ډېسېمبر تر ۲۴مې پورې غځولې ده.

کمېشن دا اعلان د ډېسېمبر پر ۲۲مه تر هغې یوه ورځ وروسته په بیان کې کړې چې مسلم لیګ (ن) ورڅخه د کاندیدانو د نومليکنې د مودې غځولو غوښتنه وکړه.

د هغه ګوند د مرکزي انتخاباتي څانګې مشر سېنېټر اسحاق ډار د ډېسېمبر پر ۲۱مه د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته په لېږدولي ليک کې ويلي چې دا موده دې دوه ورځې نوره يعني د ډېسېمبر تر ۲۴مې وغځول شي چې په وينا يې دا ډول ټول نوماندان په بشپړ ډول خپله نومليکنه وکړای شي.

دا تر هغې وروسته ده چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه په پاکستان کې په انتخاباتو کې د برخې اخیستنې لپاره د نوماندانو د کاغذونو د جمع کولو درې ورځنی بهیر رسماً پیل شو او ټاکل شوې وه چې د ډېسېمبر پر ۲۲مه پای ته ورسي.

د ټاکنو کمېشن د مهالوېش له مخې، په هره ضلع کې ډېپټي کمېشنر د ریټرننګ یا د انتخاباتي چارو افسر په حیث کار پر مخ وړي.

کمېشن وايي چې د نوماندانو د کاغذونو تر جمع کېدو وروسته به یې د پلټنو بهیر پیلېږي او په جنورۍ کې به کاندیدان وکولای شي چې د ریټرننګ افسر د پرېکړې پرضد درخواست وکړي چې تر هغې وروسته به د نوماندانو وروستی نوملړ خپرېږي.

هغه خپلواکه اداره وايي چې د جنورۍ پر ۱۳مه د ګوندونو او نوماندانو انتخاباتي نښې اعلانوي او تر دې وروسته به د انتخاباتي کیمپېن تر بشپړېدو وروسته د فبرورۍ پر اتمه انتخابات کېږي.

د ۲۰۲۴ز کال کې د فبرورۍ اتمې عام انتخابات به د قامي اسمبلۍ پر ۲۶۶ څوکیو کېږي.

داراز به د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره پر۱۱۵، د پنجاب لپاره پر۲۹۷، د سیند لپاره پر ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ لپاره پر۵۱ څوکیو انتخابات کېږي.