امریکا ویلي په امنیت شورا کې د غزې په اړه پر قرارداد رایه ورکوي

لېنډا تامس ګرینفېلډ په امنیت شورا کې پر یو قراداد د رایې ورکولو لپاره لاس پورته کړی دی ـ د اکتوبر ۱۸مې انځور.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا تامس ګرینفېلډ ویلي دي، هېواد یې چمتو دی چې د غزې تړانګې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه لیک رایه ورکړي.

ګرینفېلډ دا خبره د ډېسېمبرپر۲۱مه تر تړلو دروازو شا ته تر هغې غونډې وروسته خبریالانو ته کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا د هغه قرارداد په اړه رایه اچونه وځنډوله چې پکې د اسراییلو او حماس ترمینځ د جګړې ځنډولو او غزې ته د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه شوې ده.

نوموړې زیاته کړه چې تېره اوونۍ یې له متحده عربي اماراتو، مصر او نورو سره په ډېره خوارۍ پر یو داسې پرېکړه لیک کار کړی دی چې امریکا یې ملاتړ کولی شي.

ټاکل شوې چې د ډېسېمبر پر ۲۲مه پر پرېکړه لیک رایه اچونه وشي. امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پینځو دایمي غړو څخه یوه ده او چې کوم قرارداد رد (ویټو) کړي نو بیا هغه نه منظورېږي.

امریکا تر دې مخکې په غزه کې د جګړې درولو او د بشري مرستو زیاتوالي په اړه د یوه پرېکړه لیک پر مسوده اندیښنه ښوولې وه او استدلال یې کاوه چې تړانګې ته د مرستو رسولو لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د څارنې د یوه مېکانېزم د جوړولو وړاندیز به د جدي مرستو د رسولو بهیر ورو کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د ډېسېمبر پر۲۱مه وویل چې ولسمشر جو بایډن د خپل ملي امنیت ټیم له غړو، ملګرو ملتونو او په هغه سازمان کې له امریکایي استازو سره پر قرارداد د بحثونو په اړه په رابطه کې دی.