امریکا وایي د سوداګریزو کښتیو خلاف عملیاتو کې ایران د حوثي یاغیانو مرسته کوي

حوثي جنګیالي په سور سمندر کې د کښتۍ چلوونکي دروازه پرانېزي ـ د نومبر ۲۰مې انځور.

امریکا وایي چې ایران په سور سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو خلاف د عملیاتو په پلان کولو کې "ژوره ښکیلتیا" لري.

د ملي امنیت ویاندې ایډرېین واټسن د ډېسېمبر پر ۲۲مه وویل، تهران د مهمو استخباراتي معلوماتو او د کښتیو په نښه کولو کې د یمن حوثي یاغیانو مرسته کوي او د حوثیانو په اوږد مهاله ملاتړ او د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د هغوی په هڅولو کې په دوامداره توګه لاس لري.

هغې وویل چې دا "یو نړیوال چېلېنج دی چې ډله يیزو اقداماتو ته اړتيا لري."

ایران په هغو بریدونو کې لاس لرل ردوي چې د حوثي یاغیانو په خبره، په غزه کې د اسراییلو تر محاصرې لاندې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره دي.