حکومت په کورمه کې موبايل انټرنېټ بحال کړی دی

کورمه د پاکستان قبایلي ضلع ده.

حکومت په کورمه کې تر شپږو ورځو وروسته یو ځلې بیا چټک (تري جي او فورجي) انټرنیټ بحال کړی دی.

د کورمې د صدې سيمې يو ځايي مشر ملک عبدالولي خان د ډېسېمبر په ۲۳مه مشال ریډیو ته وويل، له خلکو تمه لري چې د انټرنېټ مثبت استعمال وکړي. د نوموړي په وینا حکومت پر انټرنیټ له دې وجې بندیز لګولی وو چې خلکو پرې د کرکې ډک مواد خپرول.

په کورمه کې په نهم ډېسېمبر د شیعه او سني مشرانو ترمنځ په شوې جرګه کې پر ټولنيزو رسنيو د مذهبي کرکې مواد خپرېدل د امنيت لپاره خطرناکه ګرځول شوي ول.

بلخوا د پاړه چینار یو مدني فعال میر افضل خان توري د ډېسېمبر پر ۲۳مه، مشال ریډیو ته ووويل، د انټرڼېټ بندلو سره د شيعه او سني مسلکو خلکو ترمنځ د تاو تريخوالي مخه نه شي نيول کېدای. نوموړی وايي، حکومت بايد هغه خلک ونيسي چې په ټولنيزو رسنيو کې نفرت خپروي.

بلخوا چارواکي وايي چې په سیمه کې د ټولنیزو رسنيو د لارې د سختدریځۍ موادو خپرولو په تور يې پر ځینو کسانو مقدمې درج کړي دي.