د خيبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې د اور لګېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.
د پاکستان دولتي راډيو وايي، اور د ډېسېمبر پر ۲۴مه سهار وختي د اېبټ اباد په قلندر اباد کې په یو کور کې د بجلۍ یا برېښنا تارونو خرابۍ له کبله ولګېد او د خونې چت پرېوت.
د ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په خبره، په پېښه کې د کورنۍ ټول نهه غړي وژل شوي دي.
د پاکستان ډان ټېلېويژن خبر ورکړی چې په وژل شویو کې یوه ښځه او د هغې اته ماشومان شامل دي.
بلخوا د صوبې نگران اعلا وزير سيد ارشد حسين شاه په پېښه د خفګان څرګندونه کړې ده.
په پاکستان په بېلابېلو وختونو کې د اور لګېدنې پېښې کېږي چې مرګژوبله اړوي. د ډېسېمبر پر اوومه د کراچۍ په عایشه منزل کې په یو مارکېټ کې اور پینځه کسان ووژل. د نومبر پر ۲۵مه هم د هغه ښار په راشد منهاس سړک سیمه کې په بازار کې اور ولګېد چې ۱۱ کسان یې ووژل.
تر هغې وړاندې د روان کال د مارچ پر ۱۷مه د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان کې په یو کور کې د اور لګېدو له وجې ۱۰ تنه وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.