چارواکي وايي پر غزې د اسراییلو هوايي برید کې ۶۸ کسان وژل شوي دي

Israel Palestinians

روغتیايي چارواکي وايي چې د غزې پر مرکزي برخه د اسراییلو په هوايي برید کې لږترلږه ۶۸ کسان وژل شوي دي.

په غزې تړانګه کې د صحت څانګې چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۵مه وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د جګړې پر مهال د وژل شویو اسراییلیو عسکرو شمېر هم ۱۵ ته رسېدلی دی.

اسوشیېټډ پریس اژانس وايي، په یو ځايي روغتون کې مېشتو خبریالانو یې لیدلي چې وېرېدلیو فلسطینیانو د یو ماشوم د مړي په ګډون د وژل شویو جسدونه او ژوبل کسان لېږدول.

د اژانس په وینا، دا تر هغه وروسته ده چې اسراییلو د کډوالو پر مغازي نومي کیمپ برید وکړ.

د روغتون د شمېرو له مخې، په وژل شویو ۶۸ کسانو کې لږترلږه ۱۲ ښځې او اووه ماشومان شامل دي.

اسراییلو لا د هغه برید په اړه څه نه دي ویلي. په تېرو اوونیو کې ملګرو ملتونو او امریکا پر اسراییلو ټینګار کړی دی چې د خپلو عملیاتو پر مهال دې هلته د ولسي وګړو ساتنې ته پام وکړي.

اسراييلیو ځواکونو په غزه کې د اکتوبر تر اوومې نېټه وروسته هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل. پر هغه ورځ، حماس د اسراییلو پر جنوبي ښارګوټو بریدو وکړ، ۱،۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل. د حماس تر کنټرول لاندې، په غزه کې د صحت چارواکي وايي، د اسرایيلو په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۲۰،۰۰۰ اوښتی دی.

اسرايیلي پوځ د ډېسېمبر پر ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په غزه کې یې د ځمکنيو عملياتو پر وخت په تېره يوه اوونۍ کې د حماس ۲۰۰ وسلوال نيولي دي.

د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له مخې، په بیان کې ډېر تفصيل نه دی ورکړل شوی خو زیاته شوې چې نيول شوي کسان د نورو پلټنو لپاره اسرايیلو ته لېږدول شوي دي.

د اسرايیلو پوځ وايي چې له حماس او اسلامي جهاد وسلوالې ډلې سره د اړيکو په تور ټول ۷۰۰ فلسطينيان د دوی په زندانونو کې دي.