د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ګاډي اوښتو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
د اسلام اباد پوليسو د ډېسېمبر پر ۲۵مه پر اېکس پاڼه په خپور کړي بيان کې ويلي چې پېښه پرون د هغه ښار پر اېکسپرېس وې سړک رامينځ ته شوې ده. د پوليسو په وينا په ګاډي کې تر خپل حد زيات کسان سپاره ول.
پوليس زياتوي چې د پېښې لامل تېز رفتاري، د ډرېور (موټروان) لاپروايي او له ټرافيکي اصولو سرغړونه وه.
تیز رفتار گاڑی حادثہ ۔تیز رفتار گاڑی ایکسپریس وے پر بے قابو ہو کر الٹ گئی۔گاڑی حادثہ میں 4 افراد جاں بحق جبکہ 5 زخمی ہوئے۔ تجویز کردہ حد سے زیادہ افراد گاڑی میں سوار تھے۔ حادثے کی وجہ تیز رفتار، ڈرائیور کی لاپرواہی اور ٹریفک قوانین کی خلاف ورزی ہے ۔ضابطے کی قانونی کارروائی…
— Islamabad Police (@ICT_Police) December 25, 2023
په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.