د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستانه ورایستل شویو افغانانو سره روغتيايي مرسته کړې ده

د افغانستان د هلمند ولايت په يوه روغتون کې د ماشومې درملنه کېږي ـ پخوانی انځور

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، په افغانستان کې یې له پاکستانه ورایستل شویو شاوخوا ۱۶۸،۰۰۰ وګړو ته بېلابېل روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د سازمان افغانستان څانګې د ډېسېمبر پر ۲۶مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي راپور کې ویلي دي چې د خدماتو له ترلاسه کوونکو څخه یې ډېری ښځې او ماشومان دي.

راپور وايي چې ورستنو شویو افغانانو لومړنۍ روغتیايي مرسته، مشورې، رواني یا نفسیاتي خدمات او د مور و ماشوم اړوند ځانګړي خدمات ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی. چارواکي وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستانه څه باندې ۵۰۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.